کوئټه۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی وئيلي دي د اولسي مسئلو په ډاګه كولو كښې د ځوانانو كردار زيات مهم دے، ډیجیټل میډیا سره تړون لرونكي وګړي دې خپل صلاحيتونه په مثبت توګه وكاروي٬ چمن ته د پېښو مسئلو حل ته به تر ټولو وړاندې پام ګرځولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چمن ډيجيټل ميډيا سره تعلق لرونكو ځوانانو سره …
د اولسي مسئلو په ډاګه كولو كښې د ځوانانو كردار زيات مهم دے ٬ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر
کوئټه۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن (ر) عبدالخالق اچکزئی وئيلي دي د اولسي مسئلو په ډاګه كولو كښې د ځوانانو كردار زيات مهم دے، ډیجیټل میډیا سره تړون لرونكي وګړي دې خپل صلاحيتونه په مثبت توګه وكاروي٬ چمن ته د پېښو مسئلو حل ته به تر ټولو وړاندې پام ګرځولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چمن ډيجيټل ميډيا سره تعلق لرونكو ځوانانو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ کېپټن(ر)عبدالخالق اچکزئی ووئيل ډيجيټل ميډيا سره د تړون لرونكو ځوانانو د سيمې مسئلو په اړه خبرتيا خوشبينه ده او په كومه هم ټولنه كښې د ځوانانو كردار زيات مهم وي۔ده ووئېل روغتيا ٬ د څښلو پاكو اوبو او د نشائي توكو ختمولو كښې د ځوانانو لخوا مرسته زياته ضروري ده ، د چمن آبادی زياته ده د دې ځاے ځوانان بلها وسائل لري٬ ولې بياهم په محدودو وسائلو كښې د ځوانانو د معاش ذريعې لټول خوشبينه دي۔ ده ووئيل په چمن كښې د امن وضعه ٬ روغتيا او د څښلو پاكو اوبو سره سره د نشائي توكو كارولو په څېر مسائل په بشپړه توګه رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د اولسي مسئلو په ډاګه كولو كښې د ځوانانو كردار زيات مهم دے٬ ډیجیټل میډیا سره تړون لرونكي وګړي دې خپل صلاحيتونه په مثبت توګه وكاروي۔ ده ووئيل چمن ته د پېښو مسئلو حل كولو ته پام لرنه كوو٬ د امن وضعه ښه كولو له لېویز فورس مستحكم كولې شي۔ ده ووئيل منشیات ختمولو له به علماﺀ كرامو او ځوانانو له خپل كردار ترسره كول وي











