پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د قلنګ اغستوونكو سره اوس د قلنګ وركوونكو په ضد هم د كريك ډاؤن پريكړه وكړه۔د كورنيو چارو محكمې چارواكو له مخې په زياته شميره كښې كنټريكټرز، مائنز ليز هولډرز، او كاروباري شخصيات په اړه د قلنګ وركولو اطلاعات ترلاسه شوي۔د كورنيو چارو محكمې چارواكو له مخې د قلنګ وركوونكو ډيټا به مرتب كولې شي او د سي ټي ډي …
د خيبر پښتونخوا حكومت قلنګ اغستوونكو سره سره اوس د قلنګ وركوونكو په ضد هم د كريك ډاؤن پريكړه وكړه
پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د قلنګ اغستوونكو سره اوس د قلنګ وركوونكو په ضد هم د كريك ډاؤن پريكړه وكړه۔د كورنيو چارو محكمې چارواكو له مخې په زياته شميره كښې كنټريكټرز، مائنز ليز هولډرز، او كاروباري شخصيات په اړه د قلنګ وركولو اطلاعات ترلاسه شوي۔د كورنيو چارو محكمې چارواكو له مخې د قلنګ وركوونكو ډيټا به مرتب كولې شي او د سي ټي ډي د لارې به جامع كارروائي كولې شي۔دې نه ځانله د قلنګ اخستوونكو د پولې پورې غاړه څخه د كالز او پوائنټ آف كنټيكټ هم د ټريس كولو پريكړه شوې دغسې پوائنټ آف كنټيكټ ټريس كولو لپاره په وفاقي كچه په دريم ځل د رابطې كولو هم پريكړه شوې ۔پنجاب كښې سي ټي ډي ته د كال ټريس او پوائنټ آف كنټيكټ رسنه ترلاسه ده،خو وفاقي حكومت د قلنګ اخستوونكو مخنيوي لپاره تر اوسه كوم ټاسك فورس نه دې جوړ كړے۔











