بنګله دېش ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پريكړه

پيندۍ 31 اګست (اے پي پي) د بنګله ديش کپتان نجم الحسين شانتو د پاکستان په ضد د پينډۍ په کرکټ سټيډيم كښې پيل كيدونكي سيريز دويم او آخري ټيسټ ميچ كښې ټاس ګټلو سره د فيلډنګ كولو پريكړه وكړه۔ ميچ كښې ټاس سهار په 9 بجے شوې ؤ،د پاکستان ټيم كښې دوه بدلونونه شوي د نسيم شاه او شاهين شاه آفريدي په ځائې ابرار احمد او مير حمزه په …

پيندۍ 31 اګست (اے پي پي) د بنګله ديش کپتان نجم الحسين شانتو د پاکستان په ضد د پينډۍ په کرکټ سټيډيم كښې پيل كيدونكي سيريز دويم او آخري ټيسټ ميچ كښې ټاس ګټلو سره د فيلډنګ كولو پريكړه وكړه۔ ميچ كښې ټاس سهار په 9 بجے شوې ؤ،د پاکستان ټيم كښې دوه بدلونونه شوي د نسيم شاه او شاهين شاه آفريدي په ځائې ابرار احمد او مير حمزه په ټيم كښې شامل شوي۔ د پاکستان په پليئنګ اليون كښې کپتان شان مسعود ، سعود شکيل ، عبدالله شفيق ، بابر اعظم ، محمد رضوان ، ابرار احمد ، محمد علي ، مير حمزه ، صائم ايوب ، سلمان علي آغا اور خرم شهزاد شامل دي۔ بنګله ديش ټيم كښې هم يو بدلون شوي،د شريف الاسلام په ځائې تسکين احمد د پليئنګ اليون برخه ګرځولې شوي،ټيم کښې په نورو لوبغاړو كښې کپتان نجم الحسن شانتو ، شادمان اسلام ، ذاکر حسن ، مومن الحق ، مشفق الرحيم ، شکيب الحسن ، لټن داس ، مهدي حسن ميراز ، تسکين احمد، حسن محمود او ناهيد رانا شامل دي۔

مزید خبریں