د وزيراعلی پاتراك كښې د 12 كسانو په حق رسيدو د غم دړد څرګندونه ٬ پسماندګانو له د مالي مرستې اعلان

پېښور ۔ 30 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين خان ګنډاپور د بره دير په پاتراك سيمه كښې په كور د خاورو كمر پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ د 12 كسانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كولو سره پسماندګانو سره د زړه له كومي غمرازۍ كړې ۔ دې ځاے څخه د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی په حق رسېدليو له …

پېښور ۔ 30 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين خان ګنډاپور د بره دير په پاتراك سيمه كښې په كور د خاورو كمر پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ د 12 كسانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كولو سره پسماندګانو سره د زړه له كومي غمرازۍ كړې ۔ دې ځاے څخه د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی په حق رسېدليو له د بخښنې او پسماندګانو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ووئيل د افسوس وړ دې پېښې خبر په اورېدو دېر خفه شوم۔ ده ووئيل مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ علی امین ګنډاپور پسماندګانو لپاره د مالي مرستې اعلان او اړوندې ضلعي انتظاميې ته په دې لړ كښې د ضروري كارروايۍ كولو هدايت هم وكړو