پېښور 30 اګست (اے پي پي) پېښور كښې د اېم پاکس نور دوه شكمن رنځوران پوليس سروس هسپتال ته منتقل كړے شوي۔ د خېبر پښتونخوا د صحت صوبائي څانګې له مخې د پېښور په باچا خان انټرنيشنل ايئرپورټ د سكريننګ په مهال په دوو مسافرو كښې د اېم پاكس علامات موندلې شوي او د هوائي مېدان نه نېغ په نېغه د پوليس سروسز هسپتال آئيسوليشن وارډ ته منتقل كړے شوي۔ …
پېښور كښې د اېم پاکس نور دوه شكمن رنځوران پوليس سروس هسپتال ته منتقل كړے شول
پېښور 30 اګست (اے پي پي) پېښور كښې د اېم پاکس نور دوه شكمن رنځوران پوليس سروس هسپتال ته منتقل كړے شوي۔ د خېبر پښتونخوا د صحت صوبائي څانګې له مخې د پېښور په باچا خان انټرنيشنل ايئرپورټ د سكريننګ په مهال په دوو مسافرو كښې د اېم پاكس علامات موندلې شوي او د هوائي مېدان نه نېغ په نېغه د پوليس سروسز هسپتال آئيسوليشن وارډ ته منتقل كړے شوي۔ د صحت محکمې له مخې د دواړو رنځورانو د نور سكريننګ او انويسټي ګيشن عمل پېل كرے شوے۔ د يادونې وړ ده په باچا خان ايئرپورټ تر اوسه 20 زره 901 او په تورخم بارډر د 21 زره 40 كسانو سكريننګ شوے او په صوبه كښې تر اوسه د اېم پاكس دوه تصديق شوي كېسونه موجود دي۔











