کېنبرا ۔30اګست(اے پی پی) آسټريليا لوبډله به د راروانې مياشتې په مهال د كوربه انګلينډ لوبډلې په ضد د درېو ټي ټونټي او 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كوي۔ د كركټ آسټرېليا (سی اے) اعلاميې له مخې آسټرېلین کرکټ لوبډله به د خپلې انګلېنډ دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي او 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كوي۔ د آسټرېلیا او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه د …
د آسټريلېا لوبډله به د راروانې مياشتې په مهال د انګلينډ لوبډلې په ضد د درې ټي ټونټي او 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كوي

مزید خبریں
کېنبرا ۔30اګست(اے پی پی) آسټريليا لوبډله به د راروانې مياشتې په مهال د كوربه انګلينډ لوبډلې په ضد د درېو ټي ټونټي او 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كوي۔ د كركټ آسټرېليا (سی اے) اعلاميې له مخې آسټرېلین کرکټ لوبډله به د خپلې انګلېنډ دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټي ټونټي او 5 يو ورځنو مېچونو سيريز كوي۔ د آسټرېلیا او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه د 3 ټي ټونټي مېچونو سيريز پېل به د ستمبر په 11 مه نېټه كيږي۔ دا مېچ به په روز باؤل، ساؤتھمپټن كښې كيږي۔ دويم ټي ټونټي مېچ به په 13 ستمبر صوفیه ګارډنز، کارډف او درېم او وروستے مېچ به په 15 ستمبر اېمرټس اولډ ټرېفورډ، مانچسټر كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز به د ستمبر په 19 مه نېټه ټرېنټ برج، ناټنګھم كښې كيږي










