بره دير، پاتراك مېدان سيمه كښې د خاورو كمر لوېدو له امله د يوې كورنۍ 12 كسان مړه شول

پېښور 30 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په بره دير ضلع كښې په پاتراك مېدان سيمه كښې د خاورو كمر په كور د لوېدو له امله د يوې كورنۍ 12 كسان مړه شوي۔ د رېسكيو 1122 له مخې د بره دير پاتراك په مېدان سيمه كښې د پرله پسې بارانونو په سبب د لېنډ سلائنډنګ په نتيجه كښې يو كور په بشپړه توګه ړنګ شوے چې پكښې 12 …

پېښور 30 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په بره دير ضلع كښې په پاتراك مېدان سيمه كښې د خاورو كمر په كور د لوېدو له امله د يوې كورنۍ 12 كسان مړه شوي۔ د رېسكيو 1122 له مخې د بره دير پاتراك په مېدان سيمه كښې د پرله پسې بارانونو په سبب د لېنډ سلائنډنګ په نتيجه كښې يو كور په بشپړه توګه ړنګ شوے چې پكښې 12 كسان د ملبې لاندې ګېر شوي٬ رېسکيو 1122 د ځائي اولس په مرسته د لټون كار پېل كولو سره د ملبې څخه 12 مړي رېسكيو كړي٬ په مړو كسانو كښې مېرمنې او ماشومان شامل دي٬ مړي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي۔