د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د سوئي نادرن ګيس اېم ډي ملاقات ٬په كے پي كښې د ګاز مسئلو حل كولو هدايت

لاهور 29 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د سوئي نادرن ګاز پائپ لائنز لنډ مهاله اېم ډي ارباب ثاقب په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې فيصل كريم كنډي د يخښنۍ موسم په مهال د ګاز پريشر كښې په كمي د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړه او په كے پي كے كښې د ګاز مسئلو حل كولو هدايت يي وكړو ۔د …

لاهور 29 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د سوئي نادرن ګاز پائپ لائنز لنډ مهاله اېم ډي ارباب ثاقب په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې فيصل كريم كنډي د يخښنۍ موسم په مهال د ګاز پريشر كښې په كمي د خپلو تحفظاتو څرګندونه وكړه او په كے پي كے كښې د ګاز مسئلو حل كولو هدايت يي وكړو ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د سوئي نادرن ګاز پائپ لائنز چارواكو ته هدايت وكړو چې هغه په كے پي كے كښې د ګاز په لوډشېډنګ قابو موندلو لپاره موثر اقدامات وكړي او راتلونكي يخښنۍ موسم په مهال صارفينو ته د تعطل نه غېر د ګاز رسنه باوري كړي۔