حاجي غلام احمد بلور زمونږ مشر دے ، کارکنان او ذمه وار په پراپیګنډو او بې بنسټه خبرونو پسې غوږ مه وړې، میاں افتخار

پیښور۔ 29 اګست (اے پي پي) د عوامي نیشنل پارټي صوبائي صدر میاں افتخار حسین وئېلې دي حاجي غلام احمد بلور زمونږ مشر دے ، کارکنان او ذمه واران دې په پراپیګنډو او بې بنسټه خبرونو پسې غوږ نه وړي ۔ د حاجی غلام احمد بلور سره د ملاقات په مهال او بيا وروستو خپلو خبرو كښې میاں افتخار حسین ووئېل حاجی غلام احمد بلور د قامي تحریک قیمتي اثاثه …

پیښور۔ 29 اګست (اے پي پي) د عوامي نیشنل پارټي صوبائي صدر میاں افتخار حسین وئېلې دي حاجي غلام احمد بلور زمونږ مشر دے ، کارکنان او ذمه واران دې په پراپیګنډو او بې بنسټه خبرونو پسې غوږ نه وړي ۔ د حاجی غلام احمد بلور سره د ملاقات په مهال او بيا وروستو خپلو خبرو كښې میاں افتخار حسین ووئېل حاجی غلام احمد بلور د قامي تحریک قیمتي اثاثه دے او عمر له به وي ، د قامي تحریک لپاره د دوي قربانۍ او خدمات د چا نه پټې پناه نه دي، پیښور او بلور كورنۍ د يو بل پېژندګلو ده، دا پېژندګلو به عمر له قائمه پاتي وي۔ ده ووئېل په میډیا د حاجی غلام احمد بلور په اړه خبرونو له ناسمه رنګ وركړے كېږي، د دوي د ورځپاڼې مركه د حقائق څه يو خوا وړاندې كولې شي كومه چې افسوسناک ده ۔ حاجی غلام احمد بلور پخپله د بې بنسټه افواګانو تفصیلي وضاحت کړے دے ۔ دوي د قېد و بند سره د خودکش بريدونو مقابله كرې خو عمر له پرعزم پاتي شوے، د خپلو ګرانو جنازې يي پورته كړي خو د دوي حوصله كله نه ده ماته شوې۔ میاں افتخار حسین ووئېل مونږ د باچا خان پیروکار يو، د لويو عزت او تکریم زموږ په تربیت كښې شامل دے ۔