د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د نيسپاك اېم ډي ملاقات٬چشمه رائټ او ليفټ كينال په مهمو پروژو د خيالاتو څرګندونه

لاهور 29 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره رد زيارت په ورځ د نيسپاك اېم ډي محمد اسحاق زر غام په لاهور ګورنرهاؤس كښې ملاقات كړے۔په دې مهال د چشمه رائت بنك كينال او چشمه ليفټ كينال په مهمو پروژو خبرې اترې وكړې شوې ۔په ملاقات كښې د نيسپاك به بېلو پروژو او د اړوندو چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو چې پكښې د نيسپاك …

لاهور 29 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره رد زيارت په ورځ د نيسپاك اېم ډي محمد اسحاق زر غام په لاهور ګورنرهاؤس كښې ملاقات كړے۔په دې مهال د چشمه رائت بنك كينال او چشمه ليفټ كينال په مهمو پروژو خبرې اترې وكړې شوې ۔په ملاقات كښې د نيسپاك به بېلو پروژو او د اړوندو چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو چې پكښې د نيسپاك كردار او د دې له مخې په روانو بېلو پروژو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د صوبائي حكومت لخوا نيسپاك ته رامخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره په ممكن اقدامات او په خېبرپښتونخوا كښې د انرجي سيكټر په پرمختګ هم تفصيلي خبرې اترې وشوې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د نيسپاك كار ستائېلو سره ووئېل ګورنر هاؤس نيسپاك سره به بشپړه مرسته روانه ساتي دغسې چې په صوبه كښې روانې پرمختيائي پروژې په وخت بشپړې شي او مونږ نوو پروژو پلو لاړ شو كومو څخه چې به نه يوازې د صوبې اولس ستونزې كمې شي بلكې د معاشي خوشحالۍ موقعې به هم ترلاسه شي۔