د لوظونو پالل د محمد نواز شريف او مسلم ليګ (ن) يوه لويه اثاثه ده او هم دا به د كال 2018 ﺀ ټول ټاكنو كښې د غوره كاميابۍ سبب وګرځي۔ محمد برجېس طاهر

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې د لوظونو پالل د محمد نواز شريف او مسلم ليګ (ن) يوه لويه اثاثه ده او هم دا به د كال 2018 ﺀ ټول ټاكنو كښې د غوره كاميابۍ سبب وګرځي۔ د نهې په ورځ په يپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې په كال 2013م كښې محمد نواز شريف د پاكستان اولس سره درې لوي لوظونه كړي وو چې پكښې د هېواد څخه ترهګري ختمول٬ د توان په بحران قابو موندل او معاشي پرمختګ شامل وو۔ ده ووئيل چې نن په فاټا٬ بلوچستان او د كراچې پشمول د پاكستان په ټولو لرې پرتو سيمو د حكومت مكمل رټ قائم دے او هلته د شرخوښو عناصرو خاتمه شوې۔ د كال 2013م نه وړاندې په هغو سيمو كښې كومې چې نو ګو اېرياز جوړې شوې٬ نن د نواز شريف د وژن او د حكومت د غوره حكمت عملې او د امنيتي ځواكونو د لويو قربانو په سبب امن راغلې او د پاتې ترهګرو او د دوي د سهولت كارو خاتمې لپاره ردالفساد عمليات روان دي۔ ده ووئيل چې د هېواد څخه د لوډشېډنګ خاتمه د حكومت بله لويه كاميابي ده او د دې كرېډټ نواز شريف ته ځي۔ وفاقي وزيړ وويئل چې حكومت د معيشت په مېدان كښې هم كاميابې ترلاسه كړې دي او نړيوالو مالياتي ادارو ئې هم اعتراف كړے