د بلوچستان حكومت ځوانان رياست ته نزدې كولو لپاره يوته پالېسي منظور كړې۔د بلوچستان اعلٰی وزير

كوئټه 28 اګست (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي د بلوچستان حكومت ځوانان رياست ته نزدې كولو لپاره يوته پالېسي منظور كړې٬اقليتونو او نرښځيو ته د عزت روزګار وركولو او د بلوچستان ذمه وار وګړي جوړولو لپاره تاريخي تعليمي پروګرام پېل كړے شوے ٬د جمهوريت نوم د سروس ډليوري دے٬د بلوچستان حكومت به په هره ضلع كښې د كوم امتياز نه غېر پرمختيائي پروژې روانې …

كوئټه 28 اګست (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي د بلوچستان حكومت ځوانان رياست ته نزدې كولو لپاره يوته پالېسي منظور كړې٬اقليتونو او نرښځيو ته د عزت روزګار وركولو او د بلوچستان ذمه وار وګړي جوړولو لپاره تاريخي تعليمي پروګرام پېل كړے شوے ٬د جمهوريت نوم د سروس ډليوري دے٬د بلوچستان حكومت به په هره ضلع كښې د كوم امتياز نه غېر پرمختيائي پروژې روانې ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهيد بېنظيربهټو سكالرشپ پروګرام له مخې د بلوچستان ايجوكيشن انډومنټ فنډ د لارې زده كوونكو ته د تعليمي اسكالرشپس چيكس وركولو دستورې ته وينا كولو په مهال وكړه ۔په دې موقع صوبائي وزيران٬د بلوچستان چيف سېكرټري٬صوبائي سيكرټريز پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔په دستوره كښې د بلوچستان وزيراعلٰی لخوا زده كوونكو له چيكونه وركړے شول ۔ګډون كوونكو ته د وينا كولو په مهال د بلوچستان وزيراعلٰی ځوانانو ته ووئيل تاسو د بلوچستان او پاكستان سباون يې٬صوبائي حكومت نن خپل لوظ تر سره كړو۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئېل زده كوونكو لپاره به دا پروګرام لا پراخه كوو دغسې چې د بلوچستان دا غريب ماشومان ښو تعليمي ادارو كښې علم ترلاسه كولو سره د صوبې او پاكستان نوم روښانه كړي٬د شهيدانو او اقليتونو ماشومان او ضلعو كښې ځانګړې پوزېشن ترلاسه كوونكي هم د دې پروګرام برخه جوړولې شي۔ده ووئيل زمونږ د ټولنې نظرانداز طبقه ټرانس جينډر ده كوم چې رياست د هېواد ذمه وار وګړي تسليمولو سره دوي ته د عزت روزګار وركولو لپاره عزم لري۔ بلوچستان كښې به د انډومنټ فنډ له مخې مختص كسانو ته د تكنيكي پوهې موقعې وركولې شي۔ده ووئيل په صوبه كښې محرومۍ لرې كولو لپاره ضروري ده چې د تعليم ترلاسه كول آسان كړې شي او د دې لپاره د تعليم رسنې پشمول ځوانانو ته تكنيكي او فني مهارت وركولو له پروګرام هم پېل كوو ٬ د دې پروګرام يوه برخه چې له مخې يې 30000 ځوانانو ته تكنيكي تعليم وركولو په پروګرام علمدرآمد كولې شي كوم څخه چې په بې روزګارۍ كښې كمے رامخې ته شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئېل په دې وروستيو كښې د ترهه ګرۍ رامخې ته شوې پیښې افسوسناكې دي٬بلوچ روايات كښې كله هم څوك بې ګناه او ماشومان په نسلي بنيادونو د بسونو څخه په كوزولو نه وژني۔ده ووئيل د صوبې ځوانان رياست ته نزدې كولو لپاره يوته پالېسي كابينې څخه منظور كړی شوې ٬ ځوانانو ته په آسانو قسطونو د اخوت پروګرام د لارې كاروبار پیل كولو لپاره قرضې وركړې كېږي۔