ګلګت 27 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان وئېلي دي په ګلګت بلتستان كښې به د كار كوونكو خېرښېګړې ادارو ډاډګيرنه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قرشي ډلې اعلٰی عهديدارو سره په خبرو كښې كړې۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی د صوبې لرې پرتو سيمو كښې د روغتيا ښو آسانيو شتون په اړه د صحت سېكرټري ته هدايت كښې ووئېل د قرشي ډلې اړوندو عهديدارو سره …
په ګلګت بلتستان كښې به د كار كوونكو خېرښېګړې ادارو ډاډګيرنه كولې شي۔حاجي ګلبر خان
ګلګت 27 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان وئېلي دي په ګلګت بلتستان كښې به د كار كوونكو خېرښېګړې ادارو ډاډګيرنه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قرشي ډلې اعلٰی عهديدارو سره په خبرو كښې كړې۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی د صوبې لرې پرتو سيمو كښې د روغتيا ښو آسانيو شتون په اړه د صحت سېكرټري ته هدايت كښې ووئېل د قرشي ډلې اړوندو عهديدارو سره په ګډه خپل سفارشات جوړ كړئ۔ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د ميډيسنل پلانټ به لويې شمېره موجود دي۔د ميډيسن پلانټ كومې ښكاره پالېسي نه لرلو له امله د دې مهم ميډيسنل پلانټ څخه ګټه نه پورته كېږي٬د ميډيسنل پلانټ پالېسۍ جوړولو لپاره به اړوندې محكمې ته هدايت وركولې شي دغسې چې د دې قدرتي وسائلو څخه استفاده ترلاسه كړې شي۔











