د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي سره د يونيسيف پاكستان پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي سره د يونيسيف پاكستان نمائنده پلاوي په سپيكر چېمبر كښې ملاقات وكړو٬ په پلاوي كښې چیف فیلډ آفیسر پېښور ، ایجوکیشن سپېشلسټ، چیف پارټنرشپ یونیسیف او نور شامل وو۔ د صوبائی اسمبلۍ غړے تاج ترند، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سېكرټري کفایت اللہ آفریدي، سپېشل سېکرټری وقار شاہ او نور اړوند افسران هم په دې موقعه …

پېښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي سره د يونيسيف پاكستان نمائنده پلاوي په سپيكر چېمبر كښې ملاقات وكړو٬ په پلاوي كښې چیف فیلډ آفیسر پېښور ، ایجوکیشن سپېشلسټ، چیف پارټنرشپ یونیسیف او نور شامل وو۔ د صوبائی اسمبلۍ غړے تاج ترند، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سېكرټري کفایت اللہ آفریدي، سپېشل سېکرټری وقار شاہ او نور اړوند افسران هم په دې موقعه موجود وو۔ په ملاقات كښې د يونېسېف نمائنده پلاوي د اسمبلۍ سپيكر ته د يونېسېف په اړه تعارفي بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې صوبه كښې د يونېسېف په اړه په وړاندې كړی تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د يونېسېف نمائنده پلاوي سپيكر بابر سليم سره ملاقات كښې كوچنيانو او كم عمره زلمو او په خاص توګه معذوره مېرمنو او كوچنيانو لپاره د خصوصي پالېسۍ تشكيل كولو له د پارليماني سپورټ وړاندېز ٬ د يونېسف بنيادي څانګو سره د تعلق لرونكو قائمه كمېټۍ غونډو غړو د كار استعداد كښې اضافې لپاره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سره د مرستې او په 20 نومبر د كوچنيانو نړيوالې ورځې لمانځلو له د صوبائي اسمبلۍ په احاطه كښی د كوچنيانو اولني پارلېمنټ په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سپيكر د يونيسېف پلاوي ته د اسمبلۍ لخوا د هر ډول مرستې باور وركولو سره ووئيل تاسو زمونږ د كوچنيانو سباؤن لپاره دلته كار كوې ٬ په دې مونږ ستاسو مننه كوؤ او زمونږ دروازې تاسو لپاره هر وخت پرانستې پرتې دي۔ ملاقات څخه وروستو د یونیسیف پلاوي د اسمبلي هال دوره وكړه