باغ۔ 27 اګست (اے پی پی) د پاكستان نوموړي عالم دين او خطيب عبدالحنان صديقي وئيلي دي د مسلمانانو كاميابي يوازې په قرآن او د نبي كريم (ص) په سنت عمل كولو كښې ممكن ده٬ مونږ له به د نبي علېه السلام په سنت عمل كول وي او هم په دې كښې د دنيا او آخرت كاميابي ده٬ مونږ قرآن په المارو كښې سنبهال كړے او د دې د لوستلو …
د مسلمانانو كاميابي يوازې په قرآن او د نبي كريم (ص) په سنت عمل كولو كښې ممكن ده ٬ مولانا عبد الحنان صديقي
باغ۔ 27 اګست (اے پی پی) د پاكستان نوموړي عالم دين او خطيب عبدالحنان صديقي وئيلي دي د مسلمانانو كاميابي يوازې په قرآن او د نبي كريم (ص) په سنت عمل كولو كښې ممكن ده٬ مونږ له به د نبي علېه السلام په سنت عمل كول وي او هم په دې كښې د دنيا او آخرت كاميابي ده٬ مونږ قرآن په المارو كښې سنبهال كړے او د دې د لوستلو زحمت نه كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د باغ دورې په مهال په مركزي جامع مسجد كښې يوې لويې تبليغي روحاني اجتماع ته خطاب كښې وكړه۔ اجتماع ته مولانا وقاص احسان ٬ مولانا احسان شاه ٬ حافظ اسرار او نورو خطاب وكړو۔ مقررينو په خپل خطاب كښې ووئيل د مسلمانانو د وروستو پاتې كېدو لوي سبب اسلام څخه لرې والے دے۔ مونږ له به جومات او مدرسو سره بشپړه مرسته كول وي او خپلو بچو له به د دنياوي زده كړو سره سره د قرآن كريم د حفظ كولو اهتمام هم كول وي۔











