د ويسټ انډيز او سوئيلي افريقه لوبډلو ترمينځه دريم ټي ټونټي ميچ سبا كيږي

ټرېنېډاډ۔27 اګست(اے پی پی)د وېسټ انډیز او سوئيلي افریقه ترمينځه په درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستے مېچ به سبا د شورؤ په ورځ په برائن لار سټېډیم تاروبا ټرېنېډاډ كښې كيږي۔ كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته د مېلمه پروټیز لوبډلې په ضد ټي ټونټي سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ وېسټ انډیز په اولني مېچ كښې سوئيلي افريقه ته په 7 وكټونو …

ټرېنېډاډ۔27 اګست(اے پی پی)د وېسټ انډیز او سوئيلي افریقه ترمينځه په درېو ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستے مېچ به سبا د شورؤ په ورځ په برائن لار سټېډیم تاروبا ټرېنېډاډ كښې كيږي۔ كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته د مېلمه پروټیز لوبډلې په ضد ټي ټونټي سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ وېسټ انډیز په اولني مېچ كښې سوئيلي افريقه ته په 7 وكټونو او دويم مېچ كښې په 30 رنز ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه دوه ټېسټ مېچونه شوي په كومو كښې چې سوئيلي افريقه لوبډلې 0-1 سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ برابر پاتې شوے ؤ او په دويم كښې پرټیز كوربه لوبډلې ته په 40 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم او وروستے ټي ټونټي نړيوال مېچ به سبا د شورؤ په ورځ كيږي

مزید خبریں