کراچۍ۔ 27 اګست (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه په ګھوټكي كښې د كچے د ډاكوانو په بريد كښې د خبريال د وژنې پېښې نوټس اغستو سره په سمدستي توګه د وژونكو د نيولو او سزا سره د مخ كولو هدايت كړے ۔ د وزیراعلی ٰهاؤس لخوا د جاري اعلاميې له مخې وزيراعلی د خبريال محمد بچل ګھنجو په وژنه د افسوس څرګندونه كولو سره آئي …
د سندھ وزيراعلی د كچے ډاكوانو په بريد كښې د خبريال د وژنې نوټس واغست
کراچۍ۔ 27 اګست (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه په ګھوټكي كښې د كچے د ډاكوانو په بريد كښې د خبريال د وژنې پېښې نوټس اغستو سره په سمدستي توګه د وژونكو د نيولو او سزا سره د مخ كولو هدايت كړے ۔ د وزیراعلی ٰهاؤس لخوا د جاري اعلاميې له مخې وزيراعلی د خبريال محمد بچل ګھنجو په وژنه د افسوس څرګندونه كولو سره آئي جي پوليس ته هدايت كړے چې د كچې د ډاكوانو په ضد آپرېشن لا فعاله او ګړندے كړي۔ د سندھ وزيراعلی ووئيل مونږ د صحافت په آزادۍ باور لرؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي











