په چيك پوسټ ټكواړه د ترهګرو د راكټونو د لارې بريد ٬ د پوليس ځوابي ډزې

ډېرہ اسماعیل خان ۔ 26 اګست (اے پي پي) د ډېره اسماعيل خان د هتھاله تھاڼې په حدود كښې په پوليس چېك پوسټ ټكواړه ترھګرو د راكټونو د لارې بريد وكړو۔ بياهم د پوليس ځوابي ډزو سره ترهګر وتښتېدل۔ د بريد په نتيجه كښې كوم ځاني يا مالي زيان نه دے شوے۔ د تفصیلات له مخې تېره شپه ترهګرو د هتھاله تھاڼې په پوليس چېك پوسټ د راكټونو د لارې …

ډېرہ اسماعیل خان ۔ 26 اګست (اے پي پي) د ډېره اسماعيل خان د هتھاله تھاڼې په حدود كښې په پوليس چېك پوسټ ټكواړه ترھګرو د راكټونو د لارې بريد وكړو۔ بياهم د پوليس ځوابي ډزو سره ترهګر وتښتېدل۔ د بريد په نتيجه كښې كوم ځاني يا مالي زيان نه دے شوے۔ د تفصیلات له مخې تېره شپه ترهګرو د هتھاله تھاڼې په پوليس چېك پوسټ د راكټونو د لارې بريد وكړو ٬ په معجزانه توګه د بريد په نتيجه كښې هېڅ ځاني او مالي زيان رامخې ته نشو۔ ترهګرو په پوليس ډزې هم وكړې٬ د پوليس په ځوابي ډزو ترهګر موقعې څخه تښتېدو كښې بريالي شول