د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر عبدالخالق اچکزئي د موسی خيل ترهه ګر بريد وغندلو

کوئټه 26 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي په موسی خېل كښې د ترهه ګرۍ بريد غندلو سره وئيلي چې د بلوچستان حکومت او سيکورټي فورسز د ترهه ګرو او د هغوې د سهولت كارو پرله پسې تعاقب کوي او هغوې به انصاف سره مخ كولې شي۔ده په خپل بيان كښې د موسي خېل بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل په دې پېښه …

کوئټه 26 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي په موسی خېل كښې د ترهه ګرۍ بريد غندلو سره وئيلي چې د بلوچستان حکومت او سيکورټي فورسز د ترهه ګرو او د هغوې د سهولت كارو پرله پسې تعاقب کوي او هغوې به انصاف سره مخ كولې شي۔ده په خپل بيان كښې د موسي خېل بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل په دې پېښه كښې 23 كسان مړه شوې دي۔ده د موسی خېل پېښې ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل مونږ د غمجنو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يو،په دې بزدلانه فعل کښې ككړ كسان او د هغوي سهولت کارو له به ضرور سزا وركولې شي، د بلوچستان حکومت به د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو تعاقب کوي او هغوې به انصاف سره مخ كولې شي۔ ده د ترهه ګرۍ ختمولو او د صوبې وګړو له تحفظ وركولو له د حکومت د عزم پخلے هم وكړو۔