پينډۍ،کهوټه كښې کوسټر ژوري كندي ته پريوت ٬ 25 مسافر مړه،ګڼ ژوبل

پيندۍ 25 اګست (اے پي پي) د پينډۍ کهوټه تحصيل كښې کوسټر ژوري كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې 25 مسافر مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي، بدقسمته کوسټر آزاد کشمير ته روان ؤ، تفصيلاتو له مخې پېښه د کهوټه ګراري پل سيمې سره نزدې رامخې ته شوي چرته چې پلندري ، آزاد کشمير ته روان د مسافرو کوسټر بے قابو كيدو سره ژوري كندي ته پريوتې او …

پيندۍ 25 اګست (اے پي پي) د پينډۍ کهوټه تحصيل كښې کوسټر ژوري كندي ته پريوتې چې په نتيجه كښې 25 مسافر مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي، بدقسمته کوسټر آزاد کشمير ته روان ؤ، تفصيلاتو له مخې پېښه د کهوټه ګراري پل سيمې سره نزدې رامخې ته شوي چرته چې پلندري ، آزاد کشمير ته روان د مسافرو کوسټر بے قابو كيدو سره ژوري كندي ته پريوتې او په نتيجه كښې ئې لوئ ځاني زيان شوې۔ريسکيو 1122 وياند محمد عثمان اے پي پي ته ووئيل پېښه كښې تر اوسه 25 كسان مړه شوې۔ده ووئيل د 23 كسانو مړي او ژوبل كسان ټي ايچ کيو هسپتال کلر سيداں ته رسولې شوي چرته چې دوه نور كسان په حق ورسيدل،ده ووئيل مړو كسانو كښې ميرمني او يو ماشوم هم شامل دې۔ده ووئيل تحصيل کهوټه، کلر سيداں او د پيندۍ ريسکيو اهلکار د ريسکيو آپريشن كښې بوښت دي۔وياند ووئيل د پېښې بب تر اوسه نه دې معلوم شوے۔