د خېبر پښتونخوا ګورنر په مكران كوسټل هائي وے د بس پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 25 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مكران كوسټل هائي وے بس پېښه كښې د 12 زائرينو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔د غمرازۍ په خپل پيغام كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر د بس په پېښه كښې په حق رسيدليو زائرينو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ګورنر د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره په پېښه كښې په حق رسيدليو كسانو لوړو درجو …

پېښور 25 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مكران كوسټل هائي وے بس پېښه كښې د 12 زائرينو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔د غمرازۍ په خپل پيغام كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر د بس په پېښه كښې په حق رسيدليو زائرينو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ګورنر د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره په پېښه كښې په حق رسيدليو كسانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ګورنر په پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔