د بلوچستان وزيراعليٰ د پشين بمي چاؤدنې غندنه وكړه،پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي پشين كښې د بمي چاؤدنې غندنه كولو سره په دې كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل تخريب کار عناصر صوبه كښې امن خرابول غواړي دې ډول ناوړه كاروائيو سره زمونږ د سکيورټي ادارو حوصلې كمزوري كيدې نشي۔ده ووئيل اولس او د سکيورټي فورسز په مرسته به د ترهه …

کوئټه 24 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي پشين كښې د بمي چاؤدنې غندنه كولو سره په دې كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل تخريب کار عناصر صوبه كښې امن خرابول غواړي دې ډول ناوړه كاروائيو سره زمونږ د سکيورټي ادارو حوصلې كمزوري كيدې نشي۔ده ووئيل اولس او د سکيورټي فورسز په مرسته به د ترهه ګرۍ ناسور په بشپړه ډول ختمولې شي۔د بلوچستان وزيراعليٰ په چاؤدنه كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې د ښه طبي آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔