لاهور 23 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) محمد نواز شريف په رحيم يار خان كښې د ډاكوانو په بريد كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل ټول قام د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دې۔ ده ووئيل د اولس د تحفظ وظيفه ترسره كولو په مهال شهيد شوې …
د نواز شريف په رحيم يار خان كښې د ډاكوانو په بريد كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه
لاهور 23 اګست (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) محمد نواز شريف په رحيم يار خان كښې د ډاكوانو په بريد كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل ټول قام د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دې۔ ده ووئيل د اولس د تحفظ وظيفه ترسره كولو په مهال شهيد شوې اهلكارو ته سلام وړاندې كوم۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمِژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه هم وكړه۔ نواز شريف په بريد كښې د ژوبل شويو پوليس اهلكارو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔









