پېښور 23 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې وئيلي دي چې په صوبه كښې د اېم پاكس دوېم كېس رپورټ شوے دے چې ورسره په صوبه كښې د اېم پاكس د رنځورانو شمېره دوه شوې ده۔ صوبائي ډائرېکټر پبلک هيلتھ ډاکټر ارشاد روغاني په صوبه كښې د اېم پاكس د دوه كېسونو تصديق كړے٬ رنځور دبئۍ څخه پېښور ته راروان ٶ او په ايئرپورټ تعينات ډلې …
خيبر پښتونخوا كښې د ايم پاکس دويم كيس رپورټ
پېښور 23 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د روغتيا څانګې وئيلي دي چې په صوبه كښې د اېم پاكس دوېم كېس رپورټ شوے دے چې ورسره په صوبه كښې د اېم پاكس د رنځورانو شمېره دوه شوې ده۔ صوبائي ډائرېکټر پبلک هيلتھ ډاکټر ارشاد روغاني په صوبه كښې د اېم پاكس د دوه كېسونو تصديق كړے٬ رنځور دبئۍ څخه پېښور ته راروان ٶ او په ايئرپورټ تعينات ډلې د سكريننګ نه وروسته د پوليس سروسز روغتون آئسولېشن وارډ ته منتقل كړو٬ د رنځور تعلق نوښار سره دے۔ ډائريکټر پبلک هيلتھ ډاکټر ارشاد روغاني ويلي چې د خېبر ميډيکل پوهنتون رېفرنس ليب د پي سي آر د لارې په رنځور كښې د منكي پاكس تصديق كړے او نورې تجزيې لپاره نمونه اېن آئي اېچ اسلام آباد ته استولې شوې ده٬ دوه درې ورځې كښې د رپورټ له راتلو وروسته به ميډيا سره تفصيلات شيئر كوٶ۔









