سرګودھا 23 اګست (اے پي پي) د فوډ پوائزنګ په سبب په بھيرہ انټرچينج 4 مسافر مړه٬ يو بې هوشه شوے۔ په موټر وے د بھيرہ انټر چينج د حد دننه د جمعې په ورځ زهرجن خوراك كولو سره د يوې كورنۍ څلور كسان مړه او يو بې هوشه شوے۔ د موټروے پوليس او ريسکيو 1122 ذريعو له مخې په کار نمبر LEF.7339 كښې د يوې كورنۍ 5 كسان په …
د فوډ پوائزنګ په سبب په بھيرہ انټرچينج 4 مسافر مړه٬ يو بې هوشه
سرګودھا 23 اګست (اے پي پي) د فوډ پوائزنګ په سبب په بھيرہ انټرچينج 4 مسافر مړه٬ يو بې هوشه شوے۔ په موټر وے د بھيرہ انټر چينج د حد دننه د جمعې په ورځ زهرجن خوراك كولو سره د يوې كورنۍ څلور كسان مړه او يو بې هوشه شوے۔ د موټروے پوليس او ريسکيو 1122 ذريعو له مخې په کار نمبر LEF.7339 كښې د يوې كورنۍ 5 كسان په بې هوشه حالت كښې ٶ٬ رېسكيو 1122 بې هوشه كسان روغتون ته منتقل كړي چرته چې د څلورو كسانو د مرګ او دېرشن كلن د بې هوشه كېدو تصديق شوے۔ په مړو كسانو كښې دوه مېرمنې يو ماشوم او يو ځوان شامل دے۔ د پوليسو له مخې مسافر د لاهور نه اسلام آباد ته روان ٶ او دوي لاهور سره تعلق لرلو۔ د روغتون ډاكټر ووئيل چې په زهرجن خوراك كولو څلور كسان مړه او يو بې هوشه شوے دے۔









