د سندھ وزيراعلیٰ د زائرينو بس پيښه كښې د شهيد شويو كورنيو له د 50 ٬ 50 لكه او ژوبل شويو له د 10 ٬ 10 لكه روپو اعلان وكړو

کراچۍ 23 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيٸرمېن بلاول بھټو زرداري په امر د سندھ وزيراعلیٰ د زائرينو بس پيښه كښې د شهيد شويو كورنيو له د 50 ٬ 50 لكه او ژوبل شويو له د 10 ٬ 10 لكه روپو اعلان وكړو۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ وزيراعلیٰ په دې موقع ووئيل چې صوبائي حکومت د بلاول بھټو په امر د شهيدانو جسدونه …

کراچۍ 23 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيٸرمېن بلاول بھټو زرداري په امر د سندھ وزيراعلیٰ د زائرينو بس پيښه كښې د شهيد شويو كورنيو له د 50 ٬ 50 لكه او ژوبل شويو له د 10 ٬ 10 لكه روپو اعلان وكړو۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ وزيراعلیٰ په دې موقع ووئيل چې صوبائي حکومت د بلاول بھټو په امر د شهيدانو جسدونه هېواد ته رارسولو لپاره بشپړ انتظام كړے دے۔ د ټولو انتظاماتو او معاوضې جاري كولو رپورټس به چيئرمېن بلاول بھټو ته په وخت وړاندے كولے شي۔