پېښور۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په کوآلا چېلنج كښې د هندي ريكارډ په ماتولو د سفيان محسود ستائنه كړې ده۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ګینز ورلډ ریکارډز هولډر سفیان محسود او د هغه پلار په خصوصي بلنه ګورنر هاؤس پیښور ته راوبلل۔ ګورنر فېصل کریم کنډی ووئيل په کوآلا چېلنج كښې د هند 5 كلن ګینز ورلډ ریکارډ ماتول …
د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په هندي ريكارډ ماتولو د سفيان محسود ستائنه
پېښور۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په کوآلا چېلنج كښې د هندي ريكارډ په ماتولو د سفيان محسود ستائنه كړې ده۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ګینز ورلډ ریکارډز هولډر سفیان محسود او د هغه پلار په خصوصي بلنه ګورنر هاؤس پیښور ته راوبلل۔ ګورنر فېصل کریم کنډی ووئيل په کوآلا چېلنج كښې د هند 5 كلن ګینز ورلډ ریکارډ ماتول يوه تاريخي كارنامه ده ، سفیان محسود ته د پاكستان تر ټولو كم عمر لرونكي ګينز ورلډ ریکارډز هولډر په جوړېدو مباركي وركوؤ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل وزيرستان سره د تعلق لرونكي دے ماشوم دا كارنامه ګرد هېواد لپاره د خوشحالۍ سبب ګرځېدلې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سفیان محسود په 7.87 سېکنډز كښې د فاسټېسټ ټائم ټو کلائمب اراؤنډ اے پرسن ریکارډ جوړ كړے دے۔









