كوئټه ٬ په 14 كلن ځوان كښې د كانګو وائرس تصديق

کوئټه۔ 23 اګست(اے پی پی) كوئټه سره تعلق لرونكي 14 كلن ځوان كښې د كانګو وائرس تصديق شوے دے۔ په بلوچستان كښې د روان كال په مهال كانګو څخه د ځپلې شويو شمېره 23 ته رسېدلې ده۔ د فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چېسټ ډیزیز له مخې صوبائي سرښار كوئټه سره تعلق لرونكے 14 كلن ځوان سراج الدين درملنو له فاطمه جناح روغتون ته منتقل كړے شو ٬ د هغه نمونې …

کوئټه۔ 23 اګست(اے پی پی) كوئټه سره تعلق لرونكي 14 كلن ځوان كښې د كانګو وائرس تصديق شوے دے۔ په بلوچستان كښې د روان كال په مهال كانګو څخه د ځپلې شويو شمېره 23 ته رسېدلې ده۔ د فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چېسټ ډیزیز له مخې صوبائي سرښار كوئټه سره تعلق لرونكے 14 كلن ځوان سراج الدين درملنو له فاطمه جناح روغتون ته منتقل كړے شو ٬ د هغه نمونې ټېسټ لپاره لېږلې شوې وې٬ د ټېسټ نتيجې مثبت راغلي دي۔ ياد شوے ځوان په كوئټه كښی يوه قصاب خانه كښې كار كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې د كانګو وائرس د لاسه د روان كال په مهال تر دې دمه په صوبه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔