پېښور ۔ 22 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زياتو بارانونو له امله 7 كسان په حق رسېدلې دي۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د طوفاني بارانونو په نتيجه كښې لږ تر لږ 7 كسان مړه ٬ يو شمېر نور ژوبل شوي او كورونو ته زيان هم رسېدلې …
په خيبر پښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د زياتو بارانونو له امله 7 كسان په حق ورسيدل
پېښور ۔ 22 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زياتو بارانونو له امله 7 كسان په حق رسېدلې دي۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د طوفاني بارانونو په نتيجه كښې لږ تر لږ 7 كسان مړه ٬ يو شمېر نور ژوبل شوي او كورونو ته زيان هم رسېدلې دې۔ د بنو خواوشا سيمو كښې طوفاني باران تر څو ساعتو روان پاتے شو په دې مهال خوړګئي ډومېل كښې د بخت الله په كور د تندر راپرېوتو پېښې په نتيجه كښې دوه ماشومانې 12 كلنه نائمه او 18 كلنه صائمه په حق ورسېده او د كور نور كسان ژوبل شول۔ د ډېره اسماعيل خان پروآ تحصيل په طاهر خېل كلي كښې د زيات باران د لاسه د كچه كور چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې دوه كسان مړه شول۔ دغسې د ډېرہ اسماعیل خان د پهاړ پور تحصيل په كاټھ ګړھ سيمه كښې د درې كالو ماشومه يوه نالۍ كښې ډوبېدو سره مړه شوه د كومې مړې چې تر دې دمه نه دې ترلاسه شوې۔ په دې مهال د پي ډي اېم اے د رپورټ له مخې د اوسنيو بارانونو دلاسه په مهمند، مانسهرہ او ټانک ضلعو كښې هم بېلې پېښې رامخې ته شوې۔په مانسهره كښې دوه كسان او په مهمند كښې يوه مېرمن په حق رسېدلې ده۔ د تېرې ورځې زياتو زيانونو رامخې كېدو له امله د ريليف محكمې لخوا په اپر چترال كښې تر 30 اګست اېمرجنسي نافذ كړې شوې ده۔









