کوئټه۔ 21 اګست (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ دوهمې سپيكرې غزاله ګوله وئيلي دي په ايران كښې د دړدېدلې ترافيكي پېښې خبر په اورېدو سخته خفه شوم د كومې په نتيجه كښې چې د پاكستانو زائرينو قيمتي ځانونه ضائع شول۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل زما زړه په حق رسېدليو او د هغوي كورنيو او مينه والو سره دے۔ دې ووئيل مونږ د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او هغوي سره غمرازي كوؤ۔ دې دعا وكړه چې پاك پروردګار دې غمجنيو كورنيو له د دې نه ترسره كېدونكي زيان زغملو صبر او طاقت وركړي