د خزاني صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني سره د پلاويو ملاقات

كوئټه 21 اګست (اے پي پي) د خزاني صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني سره د هغه په دفتر كښې بېلو پلاويو وليدل او هغه ئې د خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ صوبائي وزير پلاويو ته ووئيل د وګړو مسئلې د هغوې په درشل حل كول زمونږ نصيب العين دے او زه د خپلې سيمې وګړو د مسئلو په اړه خبر يم،زمونږ حكومت د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې دا لوظ كړے چې د صوبې پسماندګي لري كول او د اولسي مسئلو حل كولو ته په خاص پام لرنه كولې شي دغسې چې صوبه د نورو صوبو غوندې د ژوند په ټولو څانګو كښې پرمختګ وكړي۔ ده ووئېل زمونږ حكومت به د اولسي مسئلو حل له بے غوري نه كوي۔ده ووئيل زه يو اولسي نمائنده يم او اولس به چرې هم مايوسه نه كړم۔