د هېواد مهمو شخصياتو پېښور كښې په زرعي ډائرېکټورېټ ترسره شوې بريد وغندلو

پېښور ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال پېښور كښې په زرعي ډائرېکټورېټ ترسره شوې بريد غندلو سره وئيلي امنيتي ځواكونو سمدستي كاروائي كولو سره اولس د لوئې ځاني او مالي زيان څخه بچ كړې۔ احسن اقبال د شهيد او ژوبل شويو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔ د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا هم په زرعی ډائرېکټورېټ ترسره شوې ترهګر بريد غندلو سره پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرو ناوړه ارادو ته به ماتې وركړو او هېواد به ترهګرو څخه پاك كړو۔ بلخوا د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف هم د پېښور پېښې په سختو ټكو كښې غندنته كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره ترهګرو ته ماتې وركړه۔ ده ووئيل ترهګر د انسانيت ښكاره دښمنان دي۔