مانسهره 20 اګست (اے پي پي) په پاك افغان پوله ترهګرو سره په مقابله كښې شهيد شوے د اېف سي اهلكار عمر حيات په اوګۍ كښې پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو٬ په دې موقع د پوځ يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وكړه۔ لانس نائيك عمرحيات په باجوړ كښې په پاك افغان پوله ترهګرو سره په مقابله كښې د خپلو دوو نورو ملګرو سره شهيد شوے ٶ۔ د …
په پاك افغان پوله شهيد شوے اېف سي اهلكار د پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو

مزید خبریں
مانسهره 20 اګست (اے پي پي) په پاك افغان پوله ترهګرو سره په مقابله كښې شهيد شوے د اېف سي اهلكار عمر حيات په اوګۍ كښې پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلے شو٬ په دې موقع د پوځ يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وكړه۔ لانس نائيك عمرحيات په باجوړ كښې په پاك افغان پوله ترهګرو سره په مقابله كښې د خپلو دوو نورو ملګرو سره شهيد شوے ٶ۔ د نهې په ورځ لانس نائيك عمر حيات پوځي اعزاز سره د خپل كلي په اديره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د شهيد د جنازې مونځ اوګۍ سره نزدې په ګهنياں كلي كښې ادا كړے شو چې پكښې سياسي٬ سماجي شخصيات سره سره سول او پوځي اهلكارو او د سيمې اولس په لويه شمېره ګډون وكړو ۔








