کوئټه۔ 20 اګست (اے پی پی) د مسلم ليګ ن مركزي لارښودو او د خوراك صوبائي وزير حاجي نور محمد خان دمړ په مستونګ كښې په انټیلېجنس بېسډ آپرېشن كښې د بي اېل اے د 3 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كړې او وئيلې يۍ دي امنيتي ځواكونو كامياب آپرېشن كولو كښې د پنجګور ډي سي ذاكر بلوچ …
د صوبائي وزير نور محمد خان دمړ په مستونګ كښې د كامياب آپريشن په كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
کوئټه۔ 20 اګست (اے پی پی) د مسلم ليګ ن مركزي لارښودو او د خوراك صوبائي وزير حاجي نور محمد خان دمړ په مستونګ كښې په انټیلېجنس بېسډ آپرېشن كښې د بي اېل اے د 3 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه كړې او وئيلې يۍ دي امنيتي ځواكونو كامياب آپرېشن كولو كښې د پنجګور ډي سي ذاكر بلوچ د شهادت ذمه وار ترهګر خپل عبرتناك انجام سره مخ كړي۔ دا خبره ده خپل يو جاري بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان امنيتي ځواكونه مېړني ٬ صلاحيت لرونكي او پروفېشنل دي٬ قام په دوئي وياړي لري ٬ په بلوچستان كښې امن په ځاے كولو او د ترهګرو خاتمې له امنيتي ځواكونه په بشپړ ډول خپل فرض ترسره كوي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د بې ثباتۍ پېدا كولو هر سازش به ناكامه كوؤ۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس ٬ حكومت او امنيتي ځواكونه هېواد او صوبې څخه ترهګري ختمولو له يو دي او دوئي د بې ګناه انسانانو وينه بهيونكو شرخوښي يو په يو خپل انجام سره مخ كوي۔








