د ايبټ ميئر سردار شجاع نبي آباد وزيراعلی علي امين ګنډا پور سره ملاقات

اېبټ آباد۔ 19 اګست (اے پی پی) د اېبټ آباد ميئر سردار شجاع نبی د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور سره ملاقات وكړو او دے يۍ بلدياتي نظام او بلدياتي غړو ته د پېښو مسئلو او د فنډز د نشتوالي په اړه خبر كړو۔ تېره ورځ په ګورنر ھاوس نتھیاګلی كښې وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور مېئر سردار شجاع نبي ته په راروانو څو مياشتو كښې اېبټ آباد …

اېبټ آباد۔ 19 اګست (اے پی پی) د اېبټ آباد ميئر سردار شجاع نبی د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور سره ملاقات وكړو او دے يۍ بلدياتي نظام او بلدياتي غړو ته د پېښو مسئلو او د فنډز د نشتوالي په اړه خبر كړو۔ تېره ورځ په ګورنر ھاوس نتھیاګلی كښې وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور مېئر سردار شجاع نبي ته په راروانو څو مياشتو كښې اېبټ آباد تحصیل لپاره د لويې پېكج باور وركړو۔ سردار شجاع نبی په دې موقعه وزيراعلی په سرکل ګلیات او سرکل بکوټ كښې د پرمختيائي كارونو په اړه هم خبر كړو۔ په دې وزيراعلی ګليات لپاره د بېل فنډز وركولو باور وركړو۔ په دې موقع وزیراعلیٰ مېئر ته ته ووئيل چې مونږ ډویژنل هېډ کوارټر خېبر پښتونخوا لپاره 10 ٬ 10 كروړه روپۍ بېلې كړې دي كومې چې به ډېر زر هېډ کوارټرز خېبر پښتونخوا ته منتقل كړې شي۔ علی امین ګنډا پور صوبائی وزیر سی اېنډ ډبلیو ته د نتھیاګلی ټو نملی میرا سړک په اړه د مهمو هداياتو د جاري كولو باور هم وركړو۔

مزید خبریں