د بنګله دېش په ضد اولني كركټ ټېسټ لپاره د قامي لوبډلې تربيتي كېمپ پنډۍ كښې روان دے

پېنډۍ ۔16اګست(اے پی پی) د بنګله دېش په ضد اولني كركټ ټېسټ لپاره د قامي لوبډلې تربيتي كېمپ پنډۍ سټيډيم كښې روان دے۔ د جمعې په ورځ په تربيتي كېمپ كښې قامي لوبغاړو د بنګله دېش په ضد د خپل اولني ټېسټ مېچ په لړ كښې د كوچز په نګرانۍ كښې درې ساعته د بېټنګ ٬ باؤلنګ او فيلډنګ بشپړ پرېكټس وكړو۔ په ټېسټ سكواډ كښې شامل لوبغاړي به (سبا) …

پېنډۍ ۔16اګست(اے پی پی) د بنګله دېش په ضد اولني كركټ ټېسټ لپاره د قامي لوبډلې تربيتي كېمپ پنډۍ سټيډيم كښې روان دے۔ د جمعې په ورځ په تربيتي كېمپ كښې قامي لوبغاړو د بنګله دېش په ضد د خپل اولني ټېسټ مېچ په لړ كښې د كوچز په نګرانۍ كښې درې ساعته د بېټنګ ٬ باؤلنګ او فيلډنګ بشپړ پرېكټس وكړو۔ په ټېسټ سكواډ كښې شامل لوبغاړي به (سبا) د خالي په ورځ آرام كوي٬ د پاكستان او بنګله دېشن كركټ لوبډلې به د اتوار په سهار لس بجې پنډي سټېډيم كښې ټرېننګ سېشن كښې برخه اخلي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه په دوو ټېسټونو د مشتمل سيريز اولنے ټېسټ مېچ به 21 څخه تر 25 په پنډی کرکټ سټېډیم او دويم او وروستے د 30 اګست څخه تر 3 ستمبر په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كيږي۔

مزید خبریں