بنکاك 12 اګست (اے پي پي) د پاکستان نوموړي ایتھلیټ عامر خان په اووم هیروز تائیکوانډو چیمپئن شپ كښې ګولډ ميډل ګټلے ٬ 22 كلن پاکستانی ایتھلیټ عامر خان په بنکاك كښې په اووم هیروز تائیکوانډو چیمپئن شپ كښې د پاکستان نمائندګي كولو سره په غوره كاركردګۍ هېواد لپاره ګولډ ميډل تر لاسه كړے٬ د عامر خان تعلق د سوات مینګورې سيمې سره دے۔ د تھائي لینډ په سمپشن یونیورسټی …
عامر خان په اووم تائیکوانډو چیمپئن شپ كښې ګولډ ميډل وګټلو

مزید خبریں
بنکاك 12 اګست (اے پي پي) د پاکستان نوموړي ایتھلیټ عامر خان په اووم هیروز تائیکوانډو چیمپئن شپ كښې ګولډ ميډل ګټلے ٬ 22 كلن پاکستانی ایتھلیټ عامر خان په بنکاك كښې په اووم هیروز تائیکوانډو چیمپئن شپ كښې د پاکستان نمائندګي كولو سره په غوره كاركردګۍ هېواد لپاره ګولډ ميډل تر لاسه كړے٬ د عامر خان تعلق د سوات مینګورې سيمې سره دے۔ د تھائي لینډ په سمپشن یونیورسټی كښې په جاري چیمپئن شپ كښې د پاکستان عامر خان ګولډ میډل ګټلو سره د اولس په نامه كړے٬ عامر خان د غېر معمولي پوهې او لچك مظاهره كولو سره خپل ګروپ كښې هند، فلپائن او د جاپان لوبغاړو ته ماتې وركولو سره ګولډ مېډل تر لاسه كړے۔ په دې چیمپئن شپ كښې د پاکستان نه علاوه د هند٬ بنګله دېش، فلپائن، چین، انډونیزیا او ماليزيا پشمول د 30 هېوادونو د 300 نه زياتو لوبغاړو ګډون كړے










