نړيوال بېنظير بهټو شهيد ټېنس ټورنامنټ به راتلونكې مياشت په اسلام آباد كښې كېږي

اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) نړيوال بېنظير بهټو شهيد ټېنس ټورنامنټ به راتلونكې مياشت په اسلام آباد كښې كېږي۔ د ټورنامنټ سرپرسېت اعلٰي تاج حېدر له مخې د ټورنامنټ چمتوالې نيول كېږي او تر اوسه 201 غېر ملكي لوبغاړو په ټورنامنټ كښې برخه اخستلو لپاره خپل نومونه ليكلي دي او هيله ده چې دا نومونه به 250 ته ورسي۔ ده ووئيل چې په ټورنامنټ كښې به د اووه كېګرېز لوبې كېږي۔ د ټورټامنټ به دوه نړيوال رېفري او يو پاكستانې رېفري شهزاد علوي وي۔ د ټورنامنټ انعامي رقم 15 زره ډالر دے۔ ده ووئيل چې په دې ټورنامنټ كښې به د پاكستان٬ امريكې٬ المان٬ فرانس٬ روسيې او د هند پشمول د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي۔ ټورنامنټ به د دسمبر په 18مه نېټه پېل كېږي او د دسمبر تر 24مه نېټه به دوام ولري۔