مکه مکرمه ۔23 جون(اے پی پی) د خانه كعبې كنجي لرونكے شېخ ډاكتر صالح الشېبي د 79 كالو په عمر كښې په حق ورسېد۔ د العربيه نيوز له مخې د ده د جنازې لمونځ د خالي په ورځ په مسجد الحرام كښې ادا كړے شو او وروستو په المعلاۃ مقبره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د حرمېن شريفېن چارو ادارو د شېخ الشېبي په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ شېح …
د خانه كعبې كنجي لرونكے شيخ صالح الشيبي په حق ورسيد ٬ المعلاه مقبره كښې خاورو ته وسپارلے شو

مزید خبریں
مکه مکرمه ۔23 جون(اے پی پی) د خانه كعبې كنجي لرونكے شېخ ډاكتر صالح الشېبي د 79 كالو په عمر كښې په حق ورسېد۔ د العربيه نيوز له مخې د ده د جنازې لمونځ د خالي په ورځ په مسجد الحرام كښې ادا كړے شو او وروستو په المعلاۃ مقبره كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ د حرمېن شريفېن چارو ادارو د شېخ الشېبي په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ شېح صالح الشیبی په كال 1366 هجری كښې مكه مكرمه كښې زېږېدلے وو۔ ابتدائي او بيا اعلی زده كړې يۍ جامعه ام القری څخه ترلاسه كړې۔ ده هم دغې پوهنتون څخه په اسلامك سټډيز كښې د ډاكټرېټ ډګري ترلاسه كړه۔ تر څو كلونو دې په پوهنتون كښې د تدريس څانګې سره پېوست پاتے شو۔ شېخ صالح د بېت الله الحرام د كنجيانو لرونكو مشر په توګه په كال 1980 كښې هغه مهال غوره كړے شو كله چې دده تره شېخ عبد القادر الشېبي په حق ورسېد۔ الشېبي سره به د خانه كعبې كنجي وه ٬ هغه به د غسل په وخت د خانه كعبې دروازه پرانستله۔ دغسې د كعبې د غلاف د بدلولو په وخت به هم هغه د دې عمل مشري كوله۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ’السادن‘ن هغه تن وي څوك چې د خانه كعبې كنجي لري۔ دا چابي 35 سېنټی ميټر اوږده وي كومه چې فولاد څخه جوړه كړې شوې ده۔ د فتح مكې په موقعه نبي علېه السلام د كعبې متولي جلیل القدر صحابی شېبه بن عثمان بن ابی طلحہ ته وركړې وه او دغې څخه وروستو تر نن ورځې دغه چابي دغه كورنۍ يعني آل شېبه سره ده۔










