تل ابیب ۔23جون(اے پی پی) په اسرائيلي پلازمينه تل ابيب كښې د زرګونو په شمېر مظاهرچيانو د وزيراعظم نيتن ياهو حكومت په ضد لاريون وويستلو په كوم كښې چې د نوې ټاكنو او په غزه كښې د جنګ بندۍ مطالبه وكړې شوه۔ د اے اېف پي له مخې د نېتن یاهو حکومت په ضد هره اونۍ لويے احتجاجي لاريون ويستلې شي په كوم كښې چې زياتره مظاهرچيان د "كرائم منسټر" …
د اسرائيلي حكومت په ضد لاريون كښې د زرګونو په شمير وګړو ګډون ٬ په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنه

مزید خبریں
تل ابیب ۔23جون(اے پی پی) په اسرائيلي پلازمينه تل ابيب كښې د زرګونو په شمېر مظاهرچيانو د وزيراعظم نيتن ياهو حكومت په ضد لاريون وويستلو په كوم كښې چې د نوې ټاكنو او په غزه كښې د جنګ بندۍ مطالبه وكړې شوه۔ د اے اېف پي له مخې د نېتن یاهو حکومت په ضد هره اونۍ لويے احتجاجي لاريون ويستلې شي په كوم كښې چې زياتره مظاهرچيان د “كرائم منسټر” او “جنګ بند كړۍ” پوسټرې پورته كوي۔ د حكومت مخالف احتجاجي تنظيم هوفشي اسرائيل د يوې اندازې له مخې په لاريون كښې يو نيم لك څخه زياتو كسانو ګډون وكړو او دا يۍ د غزه جنګ پېل كېدو څخه ورستو تر ټولو لويے لاريون وګرځولو۔ احتجاجي لاريون ته خپل خطاب كښې د اسرائيل د داخلي سكيورټي ايجنسۍ شن بيټ پخواني مشر یوول ډِسکن نېتن ياهو د اسرائيل بدترين وزيراعظم وګرځولو۔










