ويسټ انډيز افغانستان ته په 104 رنز ماتې وركړه

ګراس آئیلټ۔18جون(اے پی پی) په آئی سی سی ټی 20 ورلډ کپ كښې وېسټ انډيز افغانستان ته آسانۍ سره په 104 رنز ماتې وركړه۔ د 219 رنز لويي هدف په تعاقب كښې افغان لوبډله په 114 رنز آوټ شوه٬ عبېد مېکوئے درې لوبغاړي آؤټ كړل ، نکولس پوران د 98 رنز په زړه پوري اننګز كولو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ په ګراس آئېلټ كښې شوي د مېګا ايونټ …

ګراس آئیلټ۔18جون(اے پی پی) په آئی سی سی ټی 20 ورلډ کپ كښې وېسټ انډيز افغانستان ته آسانۍ سره په 104 رنز ماتې وركړه۔ د 219 رنز لويي هدف په تعاقب كښې افغان لوبډله په 114 رنز آوټ شوه٬ عبېد مېکوئے درې لوبغاړي آؤټ كړل ، نکولس پوران د 98 رنز په زړه پوري اننګز كولو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ په ګراس آئېلټ كښې شوي د مېګا ايونټ په 40 م مېچ كښې كوربه لوبډلې وېسټ انډيز مخكښې بېټنګ كولو سره په ټاكلې 20 اوورز كښې د 5 وكټونو په زيان 218 رنز جوړ كړل۔ نکولس پوران په 53 بالونو 98 رنز او جونسن چارلس 43 رنز جوړ كړل۔ د افغانستان ګلبدين دوه لوبغاړي آؤټ كړل۔ افغان لوبډله د هدف په ترلاسه كولو كښې ناكامه پاتې شوه او ټوله ډله په 16.2 اوورز كښې په 114 رنز آؤټ شوه۔ ابراهیم زدران 38 ، عظمت اللہ عمر زئی 23 او راشد خان 18 رنز جوړ كړل۔ د وېسټ انډيز لخوا عبېد میکوئے درې او عقيل حسېن او ګډاكېش موتي دوه دوه لوبغاړي آؤټ كړل۔