د سري لنکا او ويسټ انډیز ميرمنو ډلو ترمينځه وړومبے يو ورځنے کرکټ میچ د خالي په ورځ كېږي

ګال 14 جون (اے پي پي) د سري لنکا او وېسټ انډیز ميرمنو ډلو ترمينځه په درېو نړيوالو يو ورځنو ميچونو د مشتمل سیریز وړومبے مېچ (سبا) د خالي په ورځ ګال انټرنېشنل سټیډیم ګال كښې كېږي۔د وېسټ انډیز ميرمنو ډله دا مهال د سري لنکا ډلې په ضد د درېو ون ډے او درېو ټي ټونټی میچونو سیریز کوي۔ د دواړو ډلو ترمينځه وړومبے يوه ورځنے نړيوال کرکټ میچ …

ګال 14 جون (اے پي پي) د سري لنکا او وېسټ انډیز ميرمنو ډلو ترمينځه په درېو نړيوالو يو ورځنو ميچونو د مشتمل سیریز وړومبے مېچ (سبا) د خالي په ورځ ګال انټرنېشنل سټیډیم ګال كښې كېږي۔د وېسټ انډیز ميرمنو ډله دا مهال د سري لنکا ډلې په ضد د درېو ون ډے او درېو ټي ټونټی میچونو سیریز کوي۔ د دواړو ډلو ترمينځه وړومبے يوه ورځنے نړيوال کرکټ میچ به سبا د خالي په ورځ ګال انټرنیشنل سټیډیم ګال كښې كېږي۔دې نه پس به د دواړو ډلو ترمينځه دويم ون ډے میچ به په 18 جون کېږي دغسې دريم او آخري ون ډے میچ به په 21 جون كېږي۔درې واړه ون ډے میچونه به ګال انټرنېشنل سټیډیم ،ګال كښې كېږي۔دې نه پس به د درېو ټي 20 میچونو سیریز وړومبے میچ په 24 جون کېږي ،دويم ټي ټونټي میچ به په 26 او دغسې دريم او وروستے ټي 20 میچ به په 28 جولائي کېږي۔درې واړه ټي ټونټی میچونه به په مهندا راجا پاکسے انټرنیشنل سټیډیم همبنټوټامیں کښې كېږي۔