نهم آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كپ كښې به د شورؤ په ورځ دوه ميچونه كيږي

جمیکا۔11جون(اے پی پی) د نړيوال كركټ كونسل تر اهتمام لاندې نهم آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كپ كښې به (سبا) د شورؤ په ورځ دوه ميچونه كيږي٬ اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو آسټریلیا او نمیبیا ترمينځه په سر ویوېن رچرډز سټېډیم نارتھ ساؤنډ انټیګا كښې كيږي۔ د آسټرېليا لوبډلې دوه مېچونه كړي او دواړه ئۍ په خپل نوم كړي۔ د نمیبیا لوبډلې دوه مېچونه كړي په كومو كښې چې ئۍ يو په خپل نوم كړے او بل كښې ئۍ ماتې خوړلې۔ په دويم مېچ كښې به د ګروپ ډي لوبډلو سري لنكا او نيپال ترمينځه مقابله وي۔ دا به د نړيوال كپ 24 م مېچ وي كوم به چې سېنټرل بروورډ ریجنل پارک سټیډیم ټرف ګراؤنډ لاؤډر هل فلورېډا كښې كيږي۔ آئی لېنډرز دوه مېچونه كړي او دواړو كښې ئۍ ماتې خوړلې ۔ د نيپال لوبډلې يو مېچ كړے په كوم كښې چې د ماتې خوړلو سره مخ شوې وه۔ د محدود اوورز فارمېټ 9م مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي۔ په دې مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ د انګلېنډ لوبډله دفاعی چیمپئن ده۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به د جون به 29 مه نېټه بارباډوس كښې كولې شي