د پاكستان كركټ لوبډله به په آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كپ كښې خپل دريم ميچ سبا د كاناډا په ضد كوي

نیویارک۔10جون(اے پی پی) د نړيوال كركټ كونسل تر سېوري لاندې آئي سي سي مینز ټي 20 ورلډ کپ كښې سبا (د نهې په ورځ) يو بل مېچ كيږي۔ دا مېچ به د ګروپ اے لوبډلو پاكستان او كاناډا ترمينځه په ناساؤ کاؤنټی انټرنېشنل کرکټ سټیډیم، نیویارک كښې كيږي۔ دا به د نړيوال كپ 12 م مېچ وي۔ د محدود اوورز فارمېټ نهم مېګا ایونټ خوندورې مقابلې په و ېسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي ۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے بېټر بابر اعظم او د كاناډا لوبډلې مشري به سعد بن طفر كوي۔ پاكستان په خپلو اولنو دوو مېچونو كښې ماتې خوړلې ۔ ګرين شرټس ته په اولني مېچ كښې امريكا په سپر اوور كښی په 6 رنز او دويم مېچ كښې روايتي حريف هند په 6 رنز ماتې وركړې۔ دغسې د كاناډا لوبډله به هم خپل درېم مېچ كوي۔ كوربه لوبډلې امريكا په خپل اولني مېچ كښې كاناډا ته په 7 وكټونو او دويم مېچ كښې كاناډا آئرلېنډ ته 12 رنز سره ماتې وركړې وه۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي۔ انګلېنډ دفاعي چيمپئن دے۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 29 جون باباډوس كښې كولې شي