ټی 20 ورلډ كپ كركټ ټورنامنټ كښې به د هند او پاكستان ترمينځه سيالي سبا د اتوار په ورځ كېږي

نیویارك 08 جون (اے پي پي) آئی سی سی مینز ټی 20 ورلډ كپ كركټ ټورنامنټ كښې به سبا د اتوار په ورځ د د پاكستان او هند ترمينځه سيالي كېږي ، د نړۍ دوه لويو كركټ ډلو ترمينځه ميچ به د پاكستان وخت له مخې ماښام په 7 نيمي بجے ناساؤ كاؤنټی انټرنېشنل كركټ اسټیډیم، نیویارك كښې كېږي،د ټولې نړۍ د كركټ شائقین د دې ميچ په بے برۍ سره انتظار كوي،د پاكستان ډلي مشري به بابر اعظم كوي دغسې په نورو لوبغاړو كښې شاهین شاه آفریدی ، محمد رضوان ، محمد عامر ، حارث رؤف ، نسیم شاه، افتخار احمد ، شاداب خان او عماد وسیم شامل دي،د هند دلي مشري به روهیت شرما كوي او په نورو لوبغاړو كښې ویرات كوهلی ، روندرا جدیجا ، جسپریت بمرا ، هارډیك پانډیا ، رشبھ پنټ ، ارشدیپ سنګھ او محمد سراج شامل دي۔