نیویارک۔7 جون(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې آئي سي سي مېنز ټي 20 كركټ كپ كښې سبا ( د خالي په ورځ) نور څلور مېچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو نیوزی لېنډ او افغانستان ترمينځه په پروویډنس سټېډیم، ګیانا كښې كيږي۔ دويم مېچ به د ګروپ ډي لوبډلو سری لنکا او بنګله دېش ترمينځه كيږي۔ دا به د نړيوال كپ 15م مېچ وي …
نهم آئي سي سي مينز ټي 20 كركت ورلډ كپ كښې سبا نور څلور ميچونه كيږي

مزید خبریں
نیویارک۔7 جون(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې آئي سي سي مېنز ټي 20 كركټ كپ كښې سبا ( د خالي په ورځ) نور څلور مېچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو نیوزی لېنډ او افغانستان ترمينځه په پروویډنس سټېډیم، ګیانا كښې كيږي۔ دويم مېچ به د ګروپ ډي لوبډلو سری لنکا او بنګله دېش ترمينځه كيږي۔ دا به د نړيوال كپ 15م مېچ وي كوم به چې په ګرېنډ پریری سټېډیم، ډلاس كښې كيږي۔ درېم مېچ به د ګروپ ډي لوبډلو نېدرلېنډز او سوئيلي افريقې ترمينځه په ناساؤ کاؤنټی انټرنېشنل کرکټ سټېډیم، نیویارک كښې كيږي۔ د ټورنامنټ سبا (خالي) ورځې څلورم او وروستے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو آسټرېلیا او انګلېنډ ترمينځه په کېنسنګټن اوول، برج ټاؤن، بارباډوس كښې كولې شي۔ د محدود اوورز فارمنټ 9 مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي۔ د انګلېنډ لوبډله دفاعی چېمپئن ده۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 29 جون بارباډوس كښې كولې شي











