پاكستانۍ لوبډله په نهم آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال كركټ كپ كښې خپل اولنے ميچ سبا د امريكې په ضد كوي

نیویارک۔5 جون(اے پی پی) د نړيوال کرکټ کونسل تر سيوري لاندې په آئي سي سي مېنز ټی 20 نړيوال کپ كښې سبا( د زيارت په ورځ) نور درې مېچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو آسټرېلیا او اومان ترمينځه په کېنسنګټن اوول، برج ټاؤن، بارباډوس ٬ دويم مېچ د ګروپ سي پاپوا نیو ګنی او یوګنډا ترمينځه په پروویډنس سټیډیم، ګیانا او دريم مېچ به د ګروپ اے …

نیویارک۔5 جون(اے پی پی) د نړيوال کرکټ کونسل تر سيوري لاندې په آئي سي سي مېنز ټی 20 نړيوال کپ كښې سبا( د زيارت په ورځ) نور درې مېچونه كيږي۔ اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو آسټرېلیا او اومان ترمينځه په کېنسنګټن اوول، برج ټاؤن، بارباډوس ٬ دويم مېچ د ګروپ سي پاپوا نیو ګنی او یوګنډا ترمينځه په پروویډنس سټیډیم، ګیانا او دريم مېچ به د ګروپ اے پاكستان او امريكا ترمينځه په ګرېنډ پريري سټيډيم ډلاس كښې كيږي۔ د محدود اوورز فارمېټ د نهم مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په ويسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي۔ د ټورنامنټ لسم مېچ به د آسټريليا او اومان ترمينځه په بارباډوس كښې كيږي۔ د آسټرېليا لوبډلې مشري به مچل مارش او د اومان لوبډلې عاقب الیاس كوي۔ د مېګا ایونټ 11م مېچ به د پاپوا نیو ګنی او یوګنډا ترمينځه كيږي په كوم كښې به چې د پاپوا نیو ګنی مشري اسد والا او د يوګنډا برائن مسابا كوي۔ د ټورنامنټ دولسم مېچ به د پاكستان او امريكا ترمينځه په ډلاس كښې كيږي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے لوبغاړے بابر اعظم او د امريكا وكټ كيپر موننک پټېل كوي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي۔ د انګلېنډ لوبډله دفاعي چېمپئن ده۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به د جون په 29 مه نېټه بارباډوس كښې كولې شي۔