لندن 27 مئی (اے پي پي) د انګلینډ او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه په څلورو ټي 20 انټرنېشنل میچونو سيريز مشتمل كښې به درېم میچ (نن ) د نهې په ورځ صوفیه ګارډنز کارډف كښې كېږي، كوربه ډلې ته د پاکستان په ضد سیریز كښې د 0-1 سره وړاندې والے ترلاسه دے، د دواړو ډلو ترمينځه په 22 مئي هیډنګلے ،لیډز كښې د شیډول شوي سیریز وړومبے میچ د باران …
د انګلینډ او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه د څلورو ټی ټونټي مېځونو دريم ميچ به د نهې په ورځ كېږي

مزید خبریں
لندن 27 مئی (اے پي پي) د انګلینډ او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه په څلورو ټي 20 انټرنېشنل میچونو سيريز مشتمل كښې به درېم میچ (نن ) د نهې په ورځ صوفیه ګارډنز کارډف كښې كېږي، كوربه ډلې ته د پاکستان په ضد سیریز كښې د 0-1 سره وړاندې والے ترلاسه دے، د دواړو ډلو ترمينځه په 22 مئي هیډنګلے ،لیډز كښې د شیډول شوي سیریز وړومبے میچ د باران په وجه نه ؤ شوے ،د انګلینډ ډلي په دويم ټی ټونټی میچ كښې پاکستان له په 23 رنز سره ماتې وركړې وه ۔ د پاکستان ډله دا مهال د انګلینډ په دوره ده چرته به چې د كوربه ډلې په ضد په څلور ټي ټونټی میچونو مشتمل سیریز کوي ۔د پاکستان دلي مشري بابر اعظم کوي دغسې په ډله كښې شاملو نورو لوبغاړو كښې فخر زمان،صائم ایوب،افتخار احمد،عرفان خان،آغا سلمان،عماد وسیم،شاداب خان،اعظم خان،محمد رضوان ،عثمان خان ،ابرار احمد،حارث رؤف،حسن علی،عباس آفریدی،محمد عامر،نسیم شاه او شاهین آفریدی شامل دي۔د انګلینډ ډلي مشري جوز بټلركوي دغسې په نورو لوبغاړو كښې هیری بروك،بین ډکټ،معین علی،ول جیکس،لیام لیونګسټون،ثام کرن،جونی بیرسټو،فلپ سالټ،جوفرا آرچر،ټام هارټلی،کرس جارډن،عادل رشید،ریس ټوپلی اومارك ووډ شامل دي۔









