بيجنګ 27 مئي (اے پي پي) چين وئيلي دي مونږ به امنيتي مرسته قوي كولو او په هېواد كښې د چين كاركنانو، منصوبو او تنصيبات تحفظ باوري كولو لپاره پاكستان سره په ګډه كار روان ساتو ۔ د چين خارجه وزارت وياند ماؤننګ د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ د داسو هائيډرو پاور پراجيکټ په ګاډي د بريد تحقيقات په …
امنيتي مرسته قوي كولو لپاره به پاکستان سره په ګډه كار روان ساتو۔ چين

مزید خبریں
بيجنګ 27 مئي (اے پي پي) چين وئيلي دي مونږ به امنيتي مرسته قوي كولو او په هېواد كښې د چين كاركنانو، منصوبو او تنصيبات تحفظ باوري كولو لپاره پاكستان سره په ګډه كار روان ساتو ۔ د چين خارجه وزارت وياند ماؤننګ د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ د داسو هائيډرو پاور پراجيکټ په ګاډي د بريد تحقيقات په نتيجه كښې پاکستان كښې د اعلٰې چارواكو لخوا شوي پرېس كنفرنس ته ډېر اهميت وركوو ۔ ده ووئيل چين به دا معامله سر ته رسولو لپاره او د ككړو كسانو نيولو او انصاف سره مخ كولو لپاره د پاكستان ملګرتيا كوي۔ ده ترهګري د انسانيت مشتركه دښمن او سيمه ايز پرمختګ او استحكام لپاره کېنسر ګرځولو سره ووئيل چين د منطقې هېوادونو څخه د ترهګرۍ مخنيوي له مرسته قوي كولو، د ترهګرو تنظيمونو خاتمه، د هغوي ژالې ختمولو او د ټولو هېوادونو مشتركه سلامتيا او د پرمختګ مفادات ل هد تحفظ وركولو مطالبه كوي۔









