حج كونكې دې په صوبه كښې امن،پاکستان سلامتيا او دفاع لپاره خصوصی دعاګاني وغواړي ۔ د بلوچستان وزیراعلی

کوئټه 11 مئی (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د خالي په ورځ د کوئټه انټرنېشنل ائیرپورټ کوئټه څخه د حج دوه پروازونو د لارې حج كونكو ته په مخه ښه وئيلو سره ټولو حج كونكو ته حجاز مقدس ته په تللو مبارکي وركړه۔وزیراعلیٰ په دې موقع په خپل خطاب کښې حج كونكو ته غږ وكړو چې د بلوچستان امن ،پرمختګ او د اولس سوكالۍ لپاره دعاګاني وكړي او د پاکستان سلامتيا ٬ استحکام او دفاع لپاره د خصوصی دعاګانو اهتمام وكړي۔په دې موقع ده حجاز مقدس ته تلونكو حج كونكو ته د ګلونو هارونه ورپغاړه كړل او هغوې ئې د حج په مقدس مزل ولېږل۔